(1) لوړه په انځر او زیتون.
(2) لوړه په طور سینا.
(3) او لوړه د مکې په امن ناکه ښار.
(4) چې مونږ انسا په ډيره ښکلې بڼه پیدا کړی دی.
(5) بیا یې له ټولو څخه پریوتي پړاو ته رسوو.
(6) خو د هغو چې ایمان یې راوړی او نیکې کړنې یې خپلې کړي نه پرې کیدونکی ثواب یې په برخه دی.
(7) له دې وروسته څه شی تا هڅوي چې:د جزا او سزا ورځ دوراغ وګڼي.
(8) ایا الله له ټولو واکمنو څخه لوی او ستر واکمن نه دی؟