(1) ای محمده!د خپل هغه رب په نوم ولوله چې پیدایښت یې کړی.
(2) انسان یې د وینې له یوې ټوټې څخه پيدا کړی دی.
(3) ولوله ستا رب ډیر مهربان دی.
(4) د قلم په واسطه یې علم ښوولی دی.
(5) انسان ته یې هغه څه ښوولي چې پرې نه پوهیده.
(6) رښتیا خبره همدا داه چې انسان سرغړوي.
(7) چې ځان وګوري نو بې پروا شي.
(8) بې له شکه بیرته ورتګ یوازې ستا رب ته دی.
(9) ته ګوري چې(ابوجهل)منع کوي.
(10) زما بنده(محمد صلی الله علیه وسلم)له لمانځه څخه.
(11) ته ګورې چې:(محمد صلی الله علیه وسلم)په سمه او روغه لار روان دی.
(12) او د پرهیزګارۍ په لور بلنه کوي.
(13) د هغه چا په هکله ستا ګومان څه دی چې حق یې درواغ ګڼلی او مخ یي ترې اړولی؟
(14) ایا نه پوهیږي چې الله هر څه ګوري؟
(15) نه هیڅکله نه لوړه:که لاس یې وانه خیست نو مونږ به یې له وچولی څخه ونیسو.
(16) دوراغجن او ورانکاری وچولی.
(17) نو هغه دي ملاتړ راوبلي.
(18) مونږ به د عذاب پوښتې راوغواړو.
(19) نه:خبره يي مه منه،الله ته سجده وکړه او ورته نژدې شه.