98 - Al-Bayyina ()

|

(1) کوم کسان چې له اهل کتابو او مشرکانو څخه کافر وو له خپل کفر څخه راګرځیدونکي نه دي تر څو چې څرګند دلیل ورته راشي.

(2) د الله رسول ورته راغی چې پاک کتاب پرې لولي.

(3) دا کتاب له روغو او سمو احکامو څخه ډک دی.

(4) د کتاب د خاوندانو تر مینځ بیلتون له هغه وروسته راغی چې ښکاره دلیل ورته نازل شو.

(5) او هغوی ته پرته له دې بل هیڅ امر نه وو شوی چې:د الله بندګي په داسې ډول وکړي چې دین د هغه د لارښونو په رنا کې سنبال کړي،د حق پالنې په لور مایل او لمنځونه وکړي.زکاتونه ورکړي او همدا غوره او روغ دین دی.

(6) له اهل کتابو او مشرکانو څخه چې هر څوک کافران شوي.ارو،مرو به د دوزخ اور ته ولاړ او تل به پکې وي.او همدا خلک د ټولو ساه کښو بد خلک دي.

(7) کومو کسانو چې ایمان راوړي او نیک کارونه یې کړي دي په رښتیا چې د ټولو ساه کښو غوره او منلي خلک دي.

(8) بدله یې د رب په هغو همیشني جنتونو کې د تل لپاره اوسیدل دي چې:ویالې به پکې بهیږي الله تعالی ترې خوښ شوی دی.او هغوی له الله تعالی څخه خوښ دي.دا د هغه چا لپاره چې له خپل رب څخه ډاریدلي دي.