99 - Az-Zalzala ()

|

(1) کله چې ځمکه پوره وخوځوله شي.

(2) او خپل ټول ارزښتناک څیزونه راوباسي.

(3) او انسان ووایې چې دا په ځمکه څه کیږي؟

(4) په هغې ورځ به ځمکه خپلې ټولې کیسې وکړي.

(5) ځکه چې ستا رب به ورته حکم کړی وي.

(6) په هغې ورځ به خلک ډلې،ډلې کړای شي چې خپل عملونه وروښول شي.

(7) یو څوک چې:د یو پوټي په انډول نیکي وکړي وبه يي ګوري.

(8) او څوک چې د یو پوټي په انډول بدي وکړي وبه يي ګوري.